تاسو څه رپورټ کول غواړئ

دا څه شی دی؟

تاسو د ماشومانو سره د جنسي زیاتي ویډیو رپورټ کولی شئ، چې دا کیدی شي د ماشومانو پورنوگرافي وي چې د نړۍ په هر ځای کې وي.

په دی کې جنسي فعالیت ته هڅوونکي عکسونه ، د ماشوم موټې وهل. مکمل او یا هم تر یو حده پورې جنسي عمل چې یې یواځې ماشومان کوي او یا پکې لویان هم شامل وي.

نور معلومات

تاسو دا مواد چېرې لیدلی؟

د ویب سایټ تفصیلات

د یو ویب سایټ په اړه تفتیش کولو لپاره موږ ته د هغه ویب سایټ پوره اېډرس، چې URL بلل کیږي، پکار وي، مثلاً http://www.iwf.org.uk/what-we-do, www.iwf.org.uk/what-we-do or iwf.org.uk/what-we-do دا ایډرس د براوزر په پاسني باکس کې وي.

که تاسو معلومات لرئ چې کېدای شي موږ سره مرسته وکړي لکه په یو لوی ویب سایټ کې د موادو بیان چې کوم ځای کې دی یا که رسون لپاره یوزر نوم یا پاسورډ پکار وي هغه هم معلومات هم په باکس کې واچوئ.

که تاسو یو بل ویب سایټ رپورټ ورکول غواړئ نو بل رپورټ جوړ کړئ. د بیان په باکس کې لنکونه مه ورکوئ ځکه چې هغه په سسټم کې وړاندې نه ځي.

مننه.

د ایمیل اېډرس تفصیلات

لاندې په فهرست کې ورکړل شوي د سپیم ایمیلونه له مخې رپورټ شوي دي نو د دغو بیا رپورټ کولو ضرورت نشته - فقط له خپل انباکس يې ډیلیت کړئ او دا رپورټ ختمولو لپاره د براوزر پاڼه بنده کړئ.

  • Porno with 3 **
  • Here you can download the ** and... ** **
  • Here you can download the **** lorem
  • ** **, and real **** on the streets
  • Download the ** and** **!!! and real ****
  • Porno with **, Here you can download the ** and...
  • Here you can download the **** lorem ** **, and real

که هغه ایمیل چې رپورټ کول يې غواړئ په لاندې لسټ کې نشته نو مهرباني وکړئ وړاندې قدم ته لاړ شئ.

د ایمیل اېډرس تفصیلات

یو سپیم ایمیل رپورټ کولو لپاره موږ ته په ایمیل کې دننه د لنک /ویب ایډرس ضرورت وي.

د ویب سایټ اېډرس دا ډول ښکاري: http://www.iwf.org.uk or www.iwf.org.uk

که ویب اېډرس موندلو کې لارښوونه غواړئ نو له چا مشوره وغواړئ یا ستاسو ایمیل خدمت وړاندې کوونکي لخوا د مرستې یعني help اسانتیا استعمال کړئ.

که تاسو نه پوهیږئ چې باید څرنګه رپورټ ورکړئ نو په [email protected] ایمیل فارورډ کړئ.

یوزنټ/نیوزګروپ تفصیلات

نیوزګروپونه د بولیټن بورډ په شان آنلاین فورمونه وي چې پکې په مخصوصو عنواناتو خبرې کیږي. نیوزګروپونو ته لاسرسی د یوزنټ د خدمت ترلاسه کیږي او نن سبا په انټرنټ زیات استعمالېدونکو عامو فورمونو نه مخکې جوړ شوي وو. خو اوس ځنه نیوزګروپونه شته چې تصویري/ویډیويي فایلونه لري.

چې کله په یو نیوز ګروپ کې پراته تصویرونه/پوسټونه رپورټ کوئ نو تر وسه کوشش وکړئ چې زیات نه زیات تفصیلات ورکړئ، لکه:

  • د ګروپ نوم - alt.binaries.example.example
  • د پوسټ لیکونکی/لیکونکی/لیکونکې - [email protected]:
  • (عنوان) - د تصویرونه ټولګه: - د پوسټ سرلیک:
  • آرټیکل - [email protected]:
  • تاریخ - 01/01/2013:
  • د نیوزفیډ وړاندې کوونکی - examplefeed:

د بیان په باکس کې نور معلومات، که وي، ورکړئ.

که ستاسو مواد په داسې ویب سایټ کې دی چې عامه رسون ورته نشته، نو موږ يې په اړه ګام نشو اخستلی خو شاید پولیس دا معامله پورته کولې شي.

که ستاسو رپورټ لاندې کې یو سره تړاو لري نو باید خپل مقامي پولیس یا د ماشومانو د ساتنې یو تنظیم سره رابطه وکړئ.

  1. تاسو ته شک دی چې یو ماشوم د بد جنسي سلوک ښکار دی
  2. په ذاتي آلاتو لکه موبایل فونونو، ټابلیټونو یا کمپیوټرو کې ساتل شوي تصویرونه
  3. د ګپ شپ په سایټونو صرف لیکلې خبرې او تصویرونو نه بغېر
  4. کمپیوټر نه بل کمپیوټر ته د فایلونو د انتقال پروګرامونه یا د ټورنټ خدمتونو

غواړئ خپله پېژندنه پټه وساتئ؟

موږ به ستاسو تفصیلات په ټینګه پټ ساتو.

که غواړئ چې خپله پېژندنه کاملاً پټه وساتئ، بیا کولې شئ

خو که غواړئ چې ستاسو په رپورټ څه کار شوی نو موږ ستاسو ایمیل ایډرس ته حاجت لرو چې د تصدیق ایمیل کې د حوالې خپل منفرد نمبر درکړو.

دغه شان د خپل رپورټ په حواله نورو معلوماتو لپاره موږ سره رابطه کولې شئ او موږ نورو معلومات ترلاسه کولو لپاره رابطه کولې شو.

د ستاسو تفصیلات

  • که تاسو خپل ذاتي تفصیلات ورکړئ نو دا به د آی ډبلیو ایف ډاټابېس کې 3 میاشتو لپاره ساتل کیږي تر څو تاسو سره د نورو معلوماتو ترلاسي لپاره رابطه وکړل شي.
  • ستاسو معلومات به بیا د ډاټا د ساتنې قانون تر مخې ډیلیټ کیږي.
  • ډاډه اوسئ ، ستاسو شخصي توضیحات به ستاسو د څرګند لیکلي جواز پرته دریمې ډلې ته ښکاره نشي. په هرصورت ، په نادره شرایطو کې به زموږ لپاره لازم یا مشوره وي چې موږ خپل توضیحات پولیسو یا نورو قانون پلي کونکو ادارو ته افشا کړو ترڅو د هغوی د پوښتنو په اړه مرسته وکړي چې دوی یې تعقیب کوي یا چیرې چې داسې نه کول به احتمالي بیړني خطر وي. ماشوم یا بل شخص (شخص) ته زیان. په داسې حاالتو کې موږ افشا کول د عامه ګټو په توګه ګ orو ، یا د ماشومانو د جنسي ناوړه توکو د خپریدو د مخنیوي لپاره د یوې قانوني ګټې په توګه.

که ستاسو راپور کې پورتنۍ هیڅ نه شاملیږي نو مهرباني وکړئ خپل سیمه ایز پولیس سره اړیکه ونیسئ.